سیمه ییز خبرونه

د امريكا د مرستو ستره برخه به د ملي بوديجې له لارې ولگول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ماليې وزير امريكا ته د خپل سفر پرمهال ويلي:

امريكايي چارواكړژمنه كړې، چې د افغانستان له ملي بوديجې سره هركال د يو ميليارد ډالرو مرسته وكړي.

يو شمېراقتصادي كارپوهان وايي:

د دې مرستو اغېزمنتوب او يا هم نه اغېزمنتوب د حكومت له راتلونكيو پروگرامونو سره تړاو لري.

د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال څرگنده كړې، چې:

په نږدې راتلونكې كې به امريكا دوه سوه شپږ اتيا ميليون ډالر نورې مرستې هم  وكړي، چې د افغان دولت د بوديجې له لارې به ولگول شي.

د نوموړي په وينا:

د دولتي بوديجې له لارې به د مرستو لگول د بهرنيو لخوا د هغو د لگولو په پرتله څو برابره زياته وي.

د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د افغانستان د اقتصاد د عالي شورا د غړي سيد مسعود په وينا:

نړيوالې مرستې به په هغه صورت كې گټورې وي، چې حكومت له اداري فساد سره د مبارزې په لاره كې كوټلي گامونه پورته كړي او پدې برخه كې د خلكو غوښتنې خپل لومړيتوبونه وگرزوي.

د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي وايي:

افغان حكومت اوس كولى شي، له شويو مرستو څخه په پراختيايي پروگرامونو كې سمه گټه واخلي. په وروستيو څو كلونو كې د افغان حكومت د ملي بوديجې له لارې د نړيوالو مرستو دلگولو غوښتنه كړې ده.

د ماليې وزارت د څېړنو له مخې، په تېرو لس كلونو كې له افغانستان سره د شويو مرستو اتيا سلنه خپله بهرنيانو لگولي دي او په عين حال كې د افغانستان د پراختيايي بوديجې اتيا فيصده غيراختياري وې.

د دې وزارت د څرگندونو له مخې د دغو مرستو ډېره برخه، چې د بهرنيانو لخوا لگول شوې، مثبتې پايلې يې نه درلودې.

Trending

Exit mobile version