سیمه ییز خبرونه
د امريكا د نظامي بودجې كمول به د افغانستان په ثبات ناوړه اغېزه وكړي
د امريكا د دفاع وزارت خبردارى وركوي د دغه هېواد د نظامي بودجې كمول به د افغانستان په جگړه منفي اغېزه وكړي.
د امريكا كانگرس په داسې حال كې د خپلې نظامي بودجې د لس فيصدو پر كمولو غور كوي، چې افغان پوځ د امريكا له مالي ملاتړه برخمن دى.
د امريكا د دفاع وزارت مرستيال اشتون كارتر وايي:
د نظامي بودجې كمول به د افغانستان پر روانه جگړه منفي اغېزې وكړي.
نوموړى زياتوي، د وسلو او نورو تجهيزاتو فعال ساتنې ته په كتو به د بودجې كمول په افغانستان كې جنگي قطعې هم كمزورې كړي.
د هغه په وينا كه په نظامي بودجه كې د كمي پرېكړه په مارچ مياشت كې عملي شي، نو دفاع وزارت به اړ شي، چې خپل زرگونه ملكي كار كوونكي ځواب او د نورو معاش كم كړي.
په كابل كې پوځي كار پوهان جاويد كوهستاني او مياگل خالد په دې باور دي، چې د امريكا د جگړې لپاره په بودجه كې د پنځوس ميليارده ډالرو كمېدل به د افغانستان په ثبات هم ناوړه اغېز وكړي.
دوى له افغان دولت څخه غوښتنه كوي، چې د احتمالي بحران د مخنيوي لپاره سر له اوسه تېارى ونيسي.
افغان امنيتي چارواكي بيا د افغان پوځ د غښتلې كېدو په اړوند ډاډ څرگندوي او زياتوي، چې تر دوه زره څوارلسم كال پورې به افغان پوځ په يوازې سر د خپل هېواد د امنيت ټينگولو جوگه شي.
