سیمه ییز خبرونه

د امريكا د هوايي عملياتو يو شمېر جنګي سرتېري به له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې پاته شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د ناټو د ماموريت د پاى ته رسېدو څخه وروسته به هم د امريكا يو شمير جنګي سرتېري په افغانستان كې پاته شي.

په داسې حال کې، چې په افغانستان د ناټو جنګي ماموريت پاى ته رسېدو ته شاوخوا يو كال پاته دى په افغانستان كې د امريكا د يو شمېر جنګي سرتېرو د پاته كېدو خبرې روانې دي.

په افغانستان كې د امريكا او ائتلاف ځواكونو د هوايي عملياتونو مرستيال جنرال كنت ويلسبچ وايي:

د امريكا د هوايي عملياتو يو شمېر جنګي سرتېري به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم په افغانستان كې پاته شي.

نوموړی زیاتوی، اوس مهال زمونږ طرحه دا ده، چې په افغانستان كې د امريكا جنګي ځواكونه ولرو په دې سره به مونږ وكولاى شو، چې ډېر ژر له ائتلاف ځواكونو څخه هوايي ملاتړ وكړو.

نوموړې همدارنګه وايي، اوس مهال په دې كار روان دی، چې ايا د امريكا دغه جنګي سرتېري كولاى شي په يو وخت كې د افغان امنيتي ځواكونو او په افغانستان كې د پاتې كېدونكو ائتلاف ځواكونو ملاتړ وكړي؟

هغه ووېل، زما په نظر دا سم كار دی، چې په متوازن ډول تر سره شي، خو دا ښكاره ده، چې د دغه كار پرېكړه زما په لاس كې نه ده، مونږ دستور ته سترګې په لاره يو.

له ۲۰۱۴ كال وروسته به ډېرۍ بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو افغان او امريكايي چارواكي اوس مهال په دې خبرې اترې كوي، چې په افغانستان كې د ناټو د ماموريت څخه وروسته دی بهرني سرتېري پاته شي.

جيمز استاوريديس، چې د مۍ په مياشت کې د ناټو د اعلى قوماندانۍ څخه لرې شو تېره مياشت يې د فارين پاليسۍ مجلې ته ويلي وو، چې په افغانستان كې له شپږ وڅخه تر نهو زرو پورې سرتېرو پاته كېدل كافي دي تر څو افغان ځواكونو ته  روزنه او مشوره وركړي.

Trending

Exit mobile version