سیمه ییز خبرونه

د امريكا د پرمختيا نړيواله اداره به په افغانستان كې ډېر حضور ولري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د پرمختيا نړيواله اداره وايي، د افغانستان لپاره به د دې ادارې اقتصادي مرستې اوږد مهالې وي.

د  نړيوالو ځواكونو د ماموريت د پاى په رانژدې كيدو د خلكو دا اندېښنې هم ډېرې شوي، چې گنې اقتصادي وضعيت به خرابه شي؛ خو د امريكا د پرمختيا نړيواله اداره ژمنه كوي، چې افغانستان به له ۲۰۱۴م كال وروسته يوازې نه وي.

د افغانستان او پاكستان په چارو كې د يو آس آى ډي سلاكار ديويد بي لي وايي:

د امريكا د پرمختيا نړيواله اداره به په افغانستان كې ډېر حضور ولري. مونږ به د اوږدې مودې لپاره دغه ځاى كې پاتې وو. همداسې لكه، چې د نورې نړۍ په هېوادونو كې حضور لرو، يو اس آى ډي به په افغانستان كې د اقتصادي پراختيا لپاره ډېر پروگرامونه عملي كړي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداگرۍ خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو له امريكا سره د امنيتي تړون په نه لاسليكولو نيوكه كوي او وايي، كه دا سند لاسليك نه شي له دغه هېواد سره به نړيوالې مرستې پيكه شي.

پردې ټولو سربېره له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك  ځنډيدل او په دولتي ادارو كې د اداري فساد موجوديت د نړيوالو مرستو په وړاندې لويه ستونزه گڼل كيږي، چې حتا په ځينو برخو كې دا پېښې د دې لامل شوي، چې له افغانستان سره مرسته كوونكي هېوادونه له افغانانو سره په مرستو كې زړه توري شوي دي.

Trending

Exit mobile version