سیمه ییز خبرونه
د امريكا د پنځوس سلنې مرستو كمښت به په روان كال كې هيڅ اغېز ونلري
د ماليې وزارت چارواكي وايي، چې د امريكا د كانگرس له خوا له افغانستان سره د امريكا د پنځوس سلنې مرستو كمښت به په روان كال كې د افغانستان پر اقتصاد هيڅ اغېز ونلري.
دوى له دې كبله اندېښنه نه لري او وايي، چې د مرستو لږوالى به دولت له جدي ستونزو سره مخ نه كړي.
د ماليې وزارت سلاكار نذير كبيري وايي، له افغانستان سره د تېرو مرستو يوه اندازه پيسې د افغانستان په بوديجه كې پاته دي او له دې برخې به افغانستان له كومې ننگونې سره مخ نشي.
نوموړى زياتوي، د توكيو په ناسته كې د شويو ژمنو په اساس امريكا مكلفه ده، چې له افغانستان سره د دوه ميليارد دالرو مرسته تر سره كړي.
سياسي كارپوه شاه حسين مرتضايي په دې باور دى، چې كه امنيتي تړون لاسليك نه شي؛ نو هېواد او خلك به د شتو ستونزو تر څنگ له يو شمېر نورو جدي ستونزو سره هم مخ شي.
د اوباما حكومت په خپله كلنۍ بوديجه كې د افغانستان د پراختيا لپاره دوه اعشاريه نولس ميليون ځانگړي كړي ول؛ خو د امريكا كانگرس د دغو مرستو نيمايي برخه تصويب كړې ده.
سياسي كارپوهان بيا له افغانستان سره د امريكا د مرستو د كميدو لامل د امنيتي تړون نه لاسليك په گوته كوي .