سیمه ییز خبرونه

د امريكا سفير راين كراكر وسله وال طالبان وگواښل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا سفير راين كراكر وسله والو طالبانو ته خبردارى وركړ، چې:

كه د سولې له بهير سره يو ځاى نه شي؛ نو په افغانستان او يا هم له افغانستان بهر به له بريدونو خوندي پاتې نه شي.

دغه راز نوموړي د پوځي عملياتو پرمهال د ولسي وگړيو د مرگ و ژوبلې پرمخنيوي هم ټينگار وكړ.

كراكر، چې په لومړي ځل يې هرات ته سفر كړى وايي، چې:

امريكا به د هرات ولايت د بيا رغونې لپاره پېنځه څلوېښت ميليون ډالره مرسته وكړي.

هغه زياته كړې، چې:

په نږدې راتلونكې كې به دلته د امريكا كونسلگري هم  پرانيستل شي.

هغه د بن دوه يمه غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او زياته يې كړه، چې:

په دغه غونډه كې به د افغانستان يو پلاوى گډون وكړي.

د نوموړي په وينا:

د افغان دولت په غوښتنه هغه طالبان په دغه غونډه كې گډون كولى شي، چې له وسله وال مخالفت څخه يې لاس اخيستى وى.

ده وسله والو مخالفينو ته گوتڅنډنه وكړه، چې:

د وسله وال مخالفت د دوام په صورت كې به په افغانستان او بهر كې د دوى له بريدونو خوندي پاتې نه شي.

راين كراكر وويل، چې:

هېواد امنيتي چارې په خپله سمبال كړي.امريكا او نړيواله ټولنه د افغان پوځ په روزنه او سمبالولو كې زيات كوښښ كوي، چې د خپل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version