سیمه ییز خبرونه
د امريكا له نوي ولسمشرڅخه د ښو اړيكو تمه لرو- موسى زى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د امريكا له نوي ولسمشرڅخه د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په چوكاټ كې د ښو اړيكو په تمه دى.
د دغه وزارت چارواكي وايي، چې:
د امريكا د ولسمشريزو ټاكنو د پايلې په اړه كوم ځانگړى نظر نه لرو، خو له دغه هېواد سره د غوره اړيكو غوښتونكي يو.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي:
پاكستان ته د سولې شورا د پلاوي د تگ په اړه د خبرو اترو پايلې تراوسه څرگندې شوې نه دي.
د امريكا په ولسمشريزو ټاكنو كې د نظر پوښتنو له مخې دوه نوماندان بارك اوباما او ميت رامنې له يو بل سره په لږ توپير پرمخ روان دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی د يكشنبې په ورځ(د لړم ۱۴) يوې خبري ناستې ته په ډاگه كړه، چې:
افغانستان تمه لري، چې د امريكا نوى ولسمشرد اوږد مهالو ستراتيژيكو همكاريو د تړون په چوكاټ كې له افغانستان سره خپلې اړيكې تنظيم كړي.
د افغان او پاكستانېو چارواكو ترمنځ د سولې د خبرو پيل بله موضوع وه، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند ورته اشاره وكړه .
د سولې عالي شورا په روانه زېږديزه مياشت كې پاكستان ته د دغې شورا د پلاوي د سفر خبر وركړى و؛ خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي، چې تر اوسه پاكستان ته د سولې شورا د پلاوي د سفرټاكلې نېټه نه ده ټاكل شوې.
پاكستان ته د سولې عالي شورا د پلاوي سفر په داسې حال كې ځنډول شوى، چې افغان دولت ويلي:
د غه پلاوى به هغه مهال دغه هېواد ته سفر وكړي، چې پاكستان د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د مشرانو د چمتو كولو لپاره عملي كړنلاره وړاندې كړى شي.