سیمه ییز خبرونه
د امريكا لويه تيروتنه په افغانستان كې د جگړې پيل دى
دولس كاله وړاندې د سپتمبر په ۱۱ په امريكا كې د سوداگرۍ پر نړيوالو څليو بريدونه وشول، چې دا بريدونه د امريكا په تاريخ كې تر ټولو مرگونې ترهگريز بريدونه بلل شوي او پړه يې د القاعدې پر شبكې واچول شوه. په دغه بريد كې شاوخوا درې زره كسان ووژل شول.
سياسي كارپوه وحيد مژده وايي:
په افغانستان كې د امريكا جگړه تر اوسه ناكامه ده. دغه سياسي كارپوه په دې باور دى، چې د امريكا لويه تېروتنه دا وه، چې په افغانستان كې يې جگړه پيل كړه او دا تېروتنه د دې لامل شوه، چې امريكا په افغانستان كې بې پروگرامه شي.
اوس هم د افغانستان په يو شمېر سيمو كې جگړه روانه ده او ورځ تر بلې زياتيږي.
د پوځي چارو كارپوه عتق الله امر خېل په دې باور دى، چې امريكا په افغانستان كې ناكامه شوې او لامل يې هم دا دى، چې امريكا تل افغانستان ته د پاكستان له هېندارې ليدلي دي.
مدني فعال اجمل بلوچ زاده وايي:
ملكي وگړيو ته درنده مرگ و ژوبله هغه ستونزه ده، چې افغانستان په تېرو دولس كلونو كې ورسره مخ دى.
د يادونې وړ ده، چې امريكا د سپتمبر د ۱۱ د بريد د عاملينو د نيولو په موخه، چې ويل كيدل په افغانستان كې دي له خپلو ملاتړو سره يو ځاى پر افغانستان پوځي بريد وكړ؛ خو تېره ورځ يې سيمه ييز چارواكي په ډاگه كړه، چې د افغانستان روانه جگړه كورنۍ بڼه لري.