نړۍ
د امريكا مالي بحران به چين له ستونزو سره نه مخ كړي- جو بايډن
پداسې حال كې، چې د امريكا ولسمشر مرستيال جوبايډن د چين په پلازمينه بيجنگ كې دى، چينايي رسنيو خپلې ليكنې او خبرونه په امريكا كې د پورونو بحران ته ځانگړې كړي او د دغه هېواد اداره يې ترسختو نيوكو لاندې راوستې ده.
چين د امريكا لپاره په نړۍ كې تر ټولو ستر بهرنى اعتبار او امريكا په نړيواله كچه د چين تر ټولو لويه پوروړې ده.
دغه نيوكه په داسې حال كې كيږي، چې له خپل چينايي سيال شي جين پينگ سره د پنجشنبې په ورځ يې د چين په پلازمېنه بيجنگ كې مذاكره پيل كړه.
دواړو لوريو د سيمې او نړۍ د مهمو مسايلو پرسر د خبرو اترو په ترڅ كې د دوه اړخيزو همكاريو د پراختيا غوښتنه وكړه.
بايډن د چين د ولسمشر مرستيال ته بلنه وركړه، چې:
له امريكا ليدنه وكړي.
له بلې خوا، چينايي اقتصاد پوهان وايي، چې:
د امريكا د ولسمشر مرستيال بايد چين ته تضمين وركړي چې د ډالرو ارزښت به نه ټيټيږي او چين به د امريكا د پورونو د پېرلپاره د پانگونې په لار كې له گواښ سره نه مخ كيږي.
دا په داسې حال كې ده، چې جوبايډن تضمين وركړى او ژمنه يې كړې، چې په امريكا كې د مالي بحران له لامله به چين له ستونزو سره نه مخ كيږي.