سیمه ییز خبرونه
د امريكا متحده ايالاتو د كانګرس له خوا د پرمختيايي مرستو كمېدل یوه سياسي پرېکړه ده
د افغانستان د ماليې وزارت د امريكا متحده ايالاتو د كانګرس له خوا د پرمختيايي مرستو نيمايي كمېدل سياسي ګام بولي، خو وايي چې د اوس لپاره به د افغانستان پر اقتصاد اغېز ونه لري.
د افغان دولت او نړيوالې ټولنې لخوا د توكيو د كنفرانس د ژمنو د پرمختګونو د تطبيق د څېړنې په اړه يوه غونډه په كابل كي جوړه شوه.
د افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ د تطبيق رئيس امين حبيبي وايي، نړيواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړه ده.
نوموړی زیاتوي، چې د توكيو په كنفرانس كې له افغانستان سره د كال څلور ميليارد ډالر ژمنه شوې وه، خو په تېر يو كال كې پنځه مليارد ډالر په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې له خوا لګول شوي ۴۷ سلنه يې د افغان حكومت له خوا لګول شوي دي، چې دوی د نړيوالې ټولنې لخوا د لګول شوو پيسو په اړه د لامعلوماتو غوښتونكي دي.
د افغانستان د ماليې وزارت سلاکار نذير کبیري د نړيوالې ټولنې مرستې مهمې ګڼي او په دوام يې ټينګار كوي.
نوموړی د امريكا د كانګرس له خوا له افغانستان سره د نيمايي مرستو په كمولو اندېښنه ښيي او دا يوه سياسي پرېكړه ګڼي.
د تو كيو په كنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۶ مليارد ډالرو ژمنه كړې وه، چي دا مرسته به په اوږد مهال كي له افغانستان سره عملي شي.