1393ټاكنې
د امريكا متحده ايالات د افغان بنديانو د ليږدولو حق نه لري
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ځينو گزارشونو له مخې د هغو پېنځه طالب بنديانو د ځاى ځايگي په اړه، چې د امريكا په وينا بايد تر يو كال پورې په قطر كې پاتې او تر څار لاندې وي، هيڅ نه ويل كيږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شكيب مستغنى وايي:
د امريكا متحده ايالات حق نه لري، چې افغان بنديان په بهر كې له يوه زندان څخه بل زندان ته وليږدوي.
له دې وړاندې طالبانو ويلي ول، چې د دوى پېنځه تنه خوشي شوي ملگري په قطر كې اوسيږي.
د امريكا د متحده ايالاتو د شرطونو له مخې د گوانتانامو له زندان څخه خوشې شوي طالبان تر يوه كاله له قطر څخه د وتلو حق نه لري او تر څارنې لاندې به وي.