سیمه ییز خبرونه
د امريكا متحده ايالات د تېرو لاسته راوړنو د ساتلو هڅه كوي- د امريكا سفير
په افغانستان كې د امريكا سفير جيمز كنينگهم وايي، د ولسمشر حامد كرزي له خوا د امنيتي تړون نه لاسليكول د كابل او واشنگتن ترمنځ ستونزې او بې باوري رامنځته كړې ده.
نوموړي مزارشريف ته په خپل سفر كې ويلي، چې د امريكا متحده ايالات د تېرو لاسته راوړنو د ساتلو هڅه كوي.
په افغانستان كې د امريكا سفير وايي، د امنيتي تړون پرسر به د افغانستان له راتلونكي حكومت سره كار وكړي.
په افغانستان كې د امريكا سفير جيمز كننگهم وايي:
كه څه هم، چې د ولسمشر حامد كرزي په حكومت كې موږ ډېرې لاسته راوړنې درلودې؛ نو له همدې كبله د امنيتي تړون د لاسليكيدو غوښتونكي يو، خو مونږ د افغانستان له نوي حكومت سره، چې له يوې مياشتې وروسته به رامنځته شي خپلې همكارۍ ته دوام وركړو؛ خو د امنيتي تړون نه لاسليكيدو د دواړو هېوادونو په سياسي اړيكو كې بې باوري رامنځته كړې ده .
په كابل كې د امريكا سفير وايي، مونږ له پيل څخه د هېوادونو او نړيوالې ټولنې د گډو گټو پر اساسي افغانستان ته راغلي يو مونږ د ترهگرۍ پرضد د مبارزې په موخه، چې زمونږ هېواد او ټوله نړۍ يې گواښله دلته راغلي يو، له ولسمشر حامد كرزي سره په ځينو وختو كې زمونږ اړيكي ستونزمنې وې، خو د امنيتي تړون لاسليك كولى شي له افغانستان سره اوږد مهاله اړيكي پراخې كړي.
د امريكا سفير وايي، كه امنيتي تړون لاسليك نه شي؛ نو ښايي بهرني ځواكونه ووځي او له افغانستان سره به پرمختيايي مرستې لږ شي.
په تېرو ديارلس كلونو كې له دوه زرو ډېر سرتېري وژل شوي او امريكا له شپږ سوه ميليارد دالرو ډېرې پيسې په دې هېواد كې له القاعده سره د مبارزې په موخه لگولې دي.