سیمه ییز خبرونه

د امريكا پخوانى سفير: كه په ټاكنو كې لاسوهنې وشي، يو ناورين به را منځته شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د امريكا پخوانى وايي، كه د افغانستان په راتلونكو ټاكنو كې لاسوهنې وشي، يو ناورين به را منځته كړي. نوموړي دغه ټاكنې د افغانانو لپاره برخليك ټاكونكې وبللې او ويي ويل، امريكا به په كې هېڅ ډول لاسوهنه ونه كړي.

د ټاكنو په نږدې كېدو سره په افغانستان كې او همدا راز له دې هېواده بهر سياسي غونډې تر ډېره پر همدې مسئلې تمركز لري.

په افغانستان كې د امريكا پخوانى سفير رونالد نيومن وایی:

د افغانستان راتلونكې ټاكنې افغانانو ته برخليك ټاكونكې دي، او د هر ډول سرغړونې او نه روڼ تيا په صورت كې به د دې هېواد برخليك له ناورين  سره مخامخ شي.

په افغانستان كې د امريكا پخوانى سفير رونالد نيومن همدارنګه وايي، د ټاكنو د قوانينو په تصويب او د ټاكنو د كميسيون د كميشنرانو په ټاكل كېدو سره مهم پرمختګونه شوي، خو د ټاكنو د تر سره كېدو لپاره زيات كار ته اړتيا شته.

رونالد نيومن همدارنګه زیاته کړه، چې امريكا نه غواړي په دې ټاكنو كې لاسوهنه وكړي، امريكا به د افغانستان د ټاكنو په بهير كې د مشرتابه رول ونه لري، او يواځې به دا بهير څاري څو راتلونكې ټاكنې په ښه توګه تر سره شي.

ټاكل شوې په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ تر سره شي، خو د دې ټاكنو د امنيت په تړاو اندېښنې سر له اوسه موجودې دي.

Trending

Exit mobile version