سیمه ییز خبرونه
د امريكا په اووه ايالاتو كې بېړنى حالت اعلام شو
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرامریکایانو غږ کړی، چې:
د امریکا په ختیځو سواحلو کې د آيرین توپان له راپورته کیدو خبرداری جدي ونسي او د خوندیتوب پراحتیاطي تدابیرو او د کورونو پرخالې کولو دې لاس پورې کړي.
نوموړى ، چې د ماساچوست په ايالت كې د رخصتۍ ورځې تېروي وويل:
زه یې تر دې په زیات تینگار نه شم ویلي که تاسې د دې توپان په مخه کې یاست؛ نو باید همدا اوس احتیاطي تدابیر ونیسئ. انتظار مه کوئ، ځنډ مه کوئ، مونږ ټول د ښو طمع لرو، خو مونږ باید د بدو حالاتو لپاره هم چمتو و اوسو.″
د آيرین په نوم د دې توپان په اړه، چې دا مهال د باهامین ټاپوگان يې ځپلي؛ اټکل کېږي، چې شمالي کارولینا ته هم ورسیږي او وروسته به واشینگټن او نیویارک ته مخه وکړي.
په شمالي کارولینا، ویرجینیا او میرلینډ کې د ځینو سمیو خلکو ته د کورونو د خوشې کولو امر شوی دی.
د نیویارک په ځینو سمیو کې هم خلکو ته ویل شوي، چې:
خپل کورونه دې خوشې کړي.