سیمه ییز خبرونه
د امريكا په مالي لگښت د كابل ښار د حضرتانو جومات بيارغونه بشپړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير وايي، چې:
د كابل ښارد لومړۍ ناحيې په اړوند سيمه كې د حضرتانو جامع جومات د اتلسمې ميلادي پېړۍ له وروستيو كلونو سره تړاو لري، چې په وروستيو جگړو كې ورته ډېر زيان رسيدلى و.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د چارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۷) د دغه جومات د بيا پرانستې په مراسمو كې وويل، چې:
د دې جومات رغونيزې چارې د امريكا د متحده ايالاتو په ۴۶۵ زره دالرو مالي لگښت بشپړې شوې دي.
نوموړى وايي:
د حضرتانو جومات د كابل ښار په تاريخي اثارو كې راځي، چې رغول يې له تېرو اوو كلونو را پدي خوا د دغه وزارت په لومړيتوبونو كې و.
د نوموړي په وينا:
د هېواد په تېرو څه نا څه درې پېړيو كې دا جومات د ډېرو مهمو پرېكړو شاهد و.
د يادوني وړده، چې دا لومړي جومات نه دى، چې امريكا د جوماتونو په رغولو كې مالي مرسته كوي. له دي وړاندي د كابل ښار د ملامحمود، گل دسته او عليا جامع جومات، چې تاريخي ارزښت يي درلود هم رغولي دي.