نړۍ
د امريكا په ټكزاس ايالت كې اورلگيدنې ۲۶ كيلو متره سيمه نيولې ده
د امريكا د ټگزاس ايالت د اور وژنې كاركوونكي د ۲۶ كيلو مټره په اوږدوالي يوه سيمه كې د هغې اوروژنې په هڅه كې دي، چې له لامله يې لږ ترلږه پېنځه سوه كورونه سوزيدلي دي.
د ټگزاس والي وايي، چې:
د دغې اورلگيدنې پرلامل له يو ميليون و څلور سوه زره هكټار ډېرې طبيعي سيمې سوزول شوې دي.
په ټگزاس ايالت كې چارواكي وايي، چې:
اورلگيدنې د نه اټكل وړ پراختيا موندلې او همدا اوس لس زره هكټار ځمكه يې تر خپلې ولكې لاندې نيولې ده.
د ټگزاس والي ريك پري ويلي دي، چې:
له ۴۸ تر دوه اويا راتلونكي ساعتونه د دغه ايالت لپاره برخليك ټاكونكي دي.
پري د جمهوريت غوښتونكيو له گوند څخه د ولسمشرۍ ټاكنو د لومړني پړاو نوماند هم دى، چې د دغې اورلگيدنې له لامله يې خپلې ټاكنيزې سيالۍ هم ځنډولي دي.
د ټگزاس والي د سيمې له خلكو غوښتي، چې د سيمې د پرېښودلو امر ته پاملرنه وكړي او كه يې برېښنا پرې شوې وي، خپل كورونه دې پريږدي