سیمه ییز خبرونه
د امريكا څارګرې ادارې د ولسمشر كرزي دفتر ته ميليونونه ډالر وركړي دي
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايې، افغان حكومت بايد د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د امريكا د څارګرې ادارې له خوا د وركړل شويو پېسو په باب توضېحات وركړي.
خو د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو بيا ويل، چې دا مسئله بايد جدي ونه نيول شي. په دې وروستيو كې نيويارك ټايمز ورځپاڼې ويلي و، په تېرو لسو كلونو كې د امريكا څارګرې ادارې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ميليونونه ډالر وركړي دي.
امريكايي ورځپاڼې نيويارك ټايمز د ولسمشر حامد كرزي د اوسنيو او پخوانيو سلاكارانو له خولې ليكلي، د امريكا څارګرې ادارې له حساب او كتاب پرته د ولسمشر كرزي دفتر ته ميليونونه ډالر وركړي دي.
ولسمشر كرزى هم دا رپوټ تائيدوي.
افغان ولسمشر ښاغلي كرزي فنلند ته د سفر پر مهال ويلي،
هو، د افغانستان د ملي امنيت د سلاكار دفتر په تېرو لسو كلونو كې د امريكا له خوا ملاتړ تر لاسه كړى دى، نه په زياته اندازه، بلكې په كمه اندازه، چې دا مرستې په بېلابېلو لارو لګېدلي لكه عملياتي موخې، له ټپيانو او ناروغانو سره مرسته، د كورونو د كرايې وركړه او نورو اهدافو كې ترې كار اخيستل شوى دى او په تېرو لسو كلونو كې افغان حكومت ته رسېدلي دي. دا مرستې ډېرې ګټورې وې او مونږ ترې منندوى يو.
په همدې حال كې د مشرانو جرګې ځينې غړي د دغو پېسو د لګولو په باب د وضاحت غوښتنه كوي.
خو د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار وايې، دا موضوع بايد ډېره جدي ونه نيول شي، ځكه د ده په باور امريكا ډېر كله له بېلابېلو لارو څخه پر استفادې له افغانستان سره مرستې كړې دي.
تر اوسه امريكايي چارواكو په دې باب څه نه دي ويلي.
ګارډين بريتانوي ورځپاڼې هم ليكلي، چې د بريتانيا استخباراتي سازمان هم د امريكا د څارګرې ادارې په څېر د ولسمشر حامد كرزي له دفتر سره مالي مرستې كړې دي.
په ۲۰۱۰كال كې هم د ايران د دولت له خوا د ولسمشر كرزي له دفتر سره د نغدي مرستو مسئله رسنيو ته ليك شوه، ولسمشر په هغه مهال له افغانستان سره د ايران مرستې تائيد كړې وې.
