تازه خبرونه
د امریکا، روسیې، چین او پاکستان چارواکي د افغانستان په اړه غونډه کوي
د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزارتونو پرون (سې شنبه د وري ۹ ) ویلي، چې د امریکا یو جګپوړی ډیپلومات به په روانه اوونۍ کې د روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، امریکا پوهیږي، چې چین د اسلامي امارت استازیو ته په توسیچي سیمه کې یوې غونډې ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایویونګ به د دې غونډې کوربه وي.
رویټرز د روسیې د انټرفکس خبري آژانس پر حواله ويلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د چین توسیچي سیمې ته رسېدلی دی.
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم د «ترویکا پلس» نومي په سرمشریزه کې، چې د امریکا، چین، پاکستان او روسیې استازي په کې برخه لري، ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په اوکراین کې د روسیې یرغل روان ساتل شوی او افغانستان نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، بلکې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته ورسېد او له افغانستان سره مرستې کمې شوې، په دغه جګړه ځپلي هېواد کې بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.
د ترویکا پلس د غړیو دا غونډه هم په داسې حال کې را منځته کیږي، چې د اسلامي امارت مشرانو له خپلو پخوانیو ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورت د نجونو د ښوونځیو له پرانستلو ډډه کړې، چې دا کار د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به له اسلامي امارت سره خبرې اترې لغوه کړي، د نجونو د ښوونځیو بندولو امریکايي چارواکي اړ کړي، چې له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله رویټرز په ډاګه کړې، چې امریکا د ټولګډونه حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د همکارۍ په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنو په اړه د ترویکا پلس له نورو غړیو سره پر خبرو باور لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي، د ترویکا پلس غړي د چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چین په ختیځ ان هوی ولایت کې غونډه کوي.
د دغې غونډې مشري به د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي کوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، اندونیزیا او قطر ډیپلوماتان هم په دې غونډه کې ګډون کوي.