تازه خبرونه
د امریکا، قطر او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن له خپلو قطري او پاکستانيو سيالانو محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او بلاول بوتو زرداري سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دوی پر دې خبرو سربېره د اوکراین د جګړې پر پرمختګونو او د ایران اتومي هوکړې هم بحث کړی دی.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم تویت کړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوتوزرداري سره یې خبرې کړې دي.
بلینکن څرګنده کړې؛ امریکا د پاکستان له رغندې، دیموکراتیکې او بریالۍ ملګرتیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: مونږ له بلاول بوتو زرداري سره ښه تیلیفوني اړیکه لرلې او د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو او د افغانستان په ګډون مو پر ګډو سیمهییزو اندېښنو او ملاتړ هم بحثونه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو همکاریو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د نږدې همکاریو پر دوام خبرې اترې کړي.
له دې ټولو سره – سره د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مک کال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د امریکايي چارواکو له لیدنې او افغانستان ته د هغوی له سفر سره مخالفت څرګند کړی او څرګندوي، چې له سرپرست حکومت ( اسلامي امارت) سره تعامل د دوی چلند نهدی بدل کړی.