تازه خبرونه

د امریکايي سرتېرو له وتو وروسته طالبان د حکومت نیولو هڅه کوي- حمدالله محب

Published

on

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ډاګه کړې؛ طالبان پر خبرو وخت ضایع کوي او پر زور واک ته د رسیدو نیت لري.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې؛ تر راتلونکیو څلور میاشتو په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو شمېر صفر کیږي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو وتو ته شېبې شماري او غواړي پر وچ زور حکومت ونیسي.

د بي بي سي آزادې جرګې په پروګرام کې حمدالله محب ویلي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په ډاګه کړې: تر دې دمه، چې مونږ ګورو طالبان پر خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته د پر زور د حکومت نیولو موکه تر لاسه شي او دلته پرزور خپل حاکمیت جوړ کړي؛ خو دا عملي نده.

له بلې خوا له دوحې ترلاسه شوي راپورونه ښیي؛ د طالبانو د مرکچي پلوي غړي ټول دوحې ته رسیدلي او داسې ښکاري، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د اجندا پر سر خبرې بیا پیل شي.

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان ویلي؛ د هغو ستنېدل په دې معنا دي، چې خپلمنځي خبرې روانې دي اوکومه دمه رامنځته شوې نده؛ خو ستونزې پاتې دي.

په دوحه کې دوه یم پړاو خبرې د اجندا پر ځانګړي کولو راټولې شوي او ویل کیږي، چې د دواړو خواوو تر منځ د نظر ډېر واټن دی.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبر آغا په دې اند دی، چې: فکر کوم، چې طالبان پر اسلامي دولت خبرې غواړي او حکومت هم پر اوربند ټینګار کوي؛ دا به ل. څه ستونزمنه وي؛ ځکه د دواړو تر منځ واټن ډېر دی.   

څه باندې یوه اوونۍ مخکې په دوحه کې دوه یم پړاو خبرې د تخنیکي ډلو لخوا پیل شوې او تر دې دمه یې درې غونډې کړي؛ خو د اجنډا پر سر هوکړې ته ندي رسیدلي.

د افغانستان جمهوریت پلوي پلاوي طالبانو ته روښانه کړې، چې لومړی غواړي پر اوربند خبرې وکړي؛ خو تر اوسه طالبانو په رسمي توګه د خپل لومړیتوب خبره نده کړې.

طالبانو هم ویلي، چې په دوحه کې د دواړو خواوو غونډې؛ ځکه هره ورځ نه کیږي، چې اوس د تخنیکي ډلو لخوا خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version