نړۍ

د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملیشو له تازه برید وروسته پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن ایران وګواښه او په ډاګه یې کړه، چې د امریکایانو خوندیتوب ته به خپل ټول واک او ځواک وکاروي.

رویترز په ډاګه کړې؛ په سوریه کې ایران پلوې ډلې ویلي، چې د امریکا وروستي برید ته په ځواب کې بشپړ چمتووالی لري او لاسونه یې لنډ ندي.

دغه راز بایدن د اړوند برید په اړه ویلي؛ پام کوئ! امریکا له ایران سره شخړه نه غواړي؛ خو مونږ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته هره شېبه چمتو یوو.

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوی؛ د امریکا یو سرتېری ټپي شوی.

له دې مخکې د بې پیلوته الوتکو پر بریدونو، چې امریکا یې ملامتي پر ایران اچولې؛ ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي په کې وژل شوی دی.

د بېبي سي د څرګندونو له مخې؛ په سوریه کې د ایران مشورتي کمیتې په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي دي.

په هغه اعلامیه کې، چې یادې کمیټې لاسلیک کړې خبرداری ورکړ شوی؛ که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي؛ په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

دا لومړی ځل ندی، چې په سوریه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي، چې د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې بریدونو کې سرتېرو او قراردادیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د سوریې په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو دقیق شمېر معلوم ندی؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتېري له کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جنګیږي.

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدیخوا د اسلامی انقلاب ګارد قول اردو په سوریه کې خپل حضور پراخ او پیاوړی کړی او د بشار الاسد د پوځ او ملیشه ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره یې سلګونه کسان دغه هېواد ته استولی دی.

Trending

Exit mobile version