د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې

د امریکایي پوهنتون فارغه د ټوکیو المپیک د لوبو ګډونواله شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۴۰۰)

افغان جودوکارې نیګارې شاهین په توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو کې له خپلې برازیلي سیالې ماته ومنله.

میرمن نګاره شاهین افغان جودو کاره، چې په روسیه کې ژوند کوي د المپیک نړیوالې کمېټې د کډوالو د ډلې غړې ده او د چارشنبې پر ورځ د زمري شپږمه یې په توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن پر لرلو د جودو سیالي ترسره او له خپلې برازیلۍ سیالې ماریا پورټلا څخه یې، چې د نړۍ د برونزو مډال لرونکې؛ دوه ځله د امریکا د لویې وچې اتله او د سترو لوبو د اتلولۍ درې مډاله لري، ماته شوه.

نیګاره شاهین لومړۍ افغان نجلۍ ده، چې د جودو په توکیو اولمپیک کې یې سیالي وکړه.

میرمن نیګارې په بېلابېلو ملي او نړیوالو جودو لوبو کې ګډون کړی، چې په هانګ کانګ کې د آسیایی لوبو، د جرمني او روسی د آسیایي لوبو لوبې یې غوره بېلګې دي.

نګاره شاهین امریکا غږ ته وایي، چې لومړی یې د کاراټې تمرین کاوه؛ خو کله، چې د کاراټې په وزن کې د سیالې له لرلو بې برخې شوه؛ نو د پاکستان په سیالیو کې د جودو ډګر ته ولاړه او وروسته یې په جودو کې خپله وړتیا وموندله.

شاهین د جودو د نړیوال فډراسیون پر استازیتوب د افغان لوبغاړې په توګه د ټوکیو په لوبو کې سیالي کړې ده.

نوموړې، چې په روسیه کې د نړیوالې سوداګرۍ ماسټري کوي؛ د افغان نجونو راتلونکې اندېښمنه کړې؛ خو وايي که نجونې لوبو ته لیواله وي؛ نو دوی باید خپلې موخې ته له رسیدو ډډه ونکړي.

شاهین په افغانستان کې زیږیدلې؛ خو کله، چې هغه شپږ میاشتنۍ وه، د هغې کورنۍ لومړی ننګرهار،  پاکستان او بیا وروسته روسیې ته کډه شوه.

نږدې دوه لسیزې وروسته هغه د لومړي ځل لپاره خپل پلرني ټاټوبي ته راستنه شوه او د افغانستان په یوه امریکايي پوهنتون کې یې زدکړې وکړې.

 

د شاهین د څرګندونو له مخې، په المپیک کې د هغې سمبولیک شتون د نړۍ په کچه د میلیونونو کډوالو په استازیتوب سترګې نشي پټولی.

هغې الجزیرې ته ویلي: په المپیک سیالیو کې زما ګډون باید ټولو ځوانو نجونو ته هیله بښونکی وي.

هغې زیاته کړې: زه هم  له هغو خنډونو سره مخ یم، چې هر ټولې نجونې ورسره مخ دي. دا، چې  زه یې کولی شم، دوی یې هم کولی شي. هر څه سخت دي؛ خو هر کار له انساني وړتیاوووتلی نشي.

هغې ویلي؛ هغه څه ومومئ، چې تاسې یې لیواله یاست او خهغه څه ، چې شته ورسره مل شئ.

هغه وايي، چې جودو ورسره په زدکړو کې مرسته کړې. جودو له ما سره مرسته کړې، چې پرځان ډاډمنه شم او نه یوازې د لوبو په ډګر کې، بلکې په امتحانونو او ورځني ژوند کې له بحثونو او سیالیو هم ډاډمنه شوې یم.

Trending

Exit mobile version