تازه خبرونه
د امریکایي ځواکونو د ایستو بهیر چټک شوی
د ټرمپ اداره به له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې له ټاکل شوي مهالوېش مخکې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۸۶۰۰ راکم کړي.
سي این این د درې نورو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ یوې سرچینې سي این این ته ویلي، چې تر ټاکلې مودې ممکن څو میاشتې وړاندې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته رالږ شي.
د سي این این د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د امریکا یوه دفاعي چارواکي ویلي، کورونا ویروس د امریکايي ځواکونو د ایستو بهیر چټک کړی او د افغان ځواکونو د روزنې بهیر هم د پام وړ راټيټ شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون ویلي، چې د ځواکونو د ایستلو په تړاو د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه معلومات نه خپروي؛ خو وايي، چې له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو لړۍ دوام لري.
له دې مخکې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی و، چې ولسمشر ټرمپ غواړي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له افغانستان خپل ټول پوځیان وباسي.
