سوداگري

د امریکایي ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې راکښته شو

Published

on

د افغانستان د اسعارو تبادلې تر ټولو ستر بازار سراى شهزاده په ډاګه کړې، چې نن د پنجشنبې پر سهار د لیندۍ ٢٥ يو امريکايي ډالر پر۹۴  افغانیو تبادله شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې د ورځې تر پایه د ډالرو ارزښت  ۱۰۵ افغانۍ و.

دغه راز د افغانستان بانک ويلي، چې پرون د  ۱۹ اعشاریه دوه  میلیون ډالرو نغدي مرستو څلورمه بسته هم افغانستان ته رارسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک یا ای آی بي ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د افغانانو د “بېوزلۍ او بدبختۍ” د مخنیوي لپاره یې د اصولو پر آسانتیا کار روان ساتلی او د هېوادنیو بانکي سیسټمونو او د بهرنیو اسعارو اړتیاوې به ډېر ژر حل شي.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک تل هڅه کړې، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

د افغانستان بانک دا هم ویلي، چې د دې ادارې مشرتابه هڅه کوي، چې افغانۍ ثبات ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوونۍ په پیل کې یو ډالر ۱۳۰ افغانیو ته رارسېدلی و.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په داسې حال کې د اسعارو د ثبات لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل او د سې شنبې پر ورځ یې په هېواد کې د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه.

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، چې د اسعارو د بیې د ټیټېدو او لوړېدو د مخنیوي لپاره یې د یوه اقتصادي کمیسیون مشري پر غاړه اخیستې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته شوي او افغانۍ به ثبات ومومي.

ملا عبدالسلام حنفي ویلي: مونږ دیني عالمانو، سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې نه یوازې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي، بلکې د ډالرو قاچاق هم ودروي.

ملا عبدالسلام حنفي خبرداری ورکړی؛ که هر هغه څوک د بهرنیو اسعارو پر کارولو، زیرمه کولو او قاچاق کې لاس ولري؛ مسوولین به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ملي خاین به وپېژندل شي.

Trending

Exit mobile version