تازه خبرونه

د امریکایی سرتیرو له وتو وروسته به افغانستان یو پایدار دولت ونه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زیاتره امریکایان فکر کوي چې له افغانستان څخه به د امریکایی سرتیرو له وتو وروسته دا هېواد یو پایدار دولت ونه لري.

په واشنګټن کې د یوه څیړنیز مرکز د تازه نظر پوښتنې پایلې ښیی چې اته شپیته سلنه مرکه کونکي په دې باور دي چې افغانستان به ونه توانیږي چې د امریکایی سرتیرو له وتو وروسته یو پایدار دولت ولري.

اکثره مرکه کونکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې ده.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د ۲۰۱۴ کال وروستۍ نظر پوښتنې غلطې ثابتې شوې او اوس هم دا یوه نظر پوښتنه ده خو حقیقت بل څه دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي ریاست وایي، دا یوه نظر پوښتنه ده، خو حقیقت بل څه دي.

د افغانستان جګړه امریکایانو ته ډیره ګرانه تمامه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې جګړې ملاتړ کمیږي.

د پیو څیړنیز مرکز په تازه نظر پوښتنه کې له دوو زرو او دوو کسانو نه اته پنځوس سلنه یې د ولسمشر اوباما له دې پریکړې چې د روان زیږدیز کال تر پایه لس زره سرتیري ساتي، ملاتړ کړی او نهه دیرش سلنه یې بیا مخالف دي.

د روان زیږدیز کال تر پایه د سرتیرو د ساتنې په اړه د اوباما پریکړه په اړه:

–       اته پنځوس سلنه د امریکا د حضور له دوام سره هوکړه لري.

–       نهه دیرش سلنه په افغانستان کې د امریکا د حضور مخالف دي.

امریکایی مرکه کونکو امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه بللې ده:

–       شپږ پنځوس سلنه مرکه کونکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته نه ده رسېدلې.

–       ۳۶سلنه پوښتونکو بیا ویلي چې امریکا خپلو موخو ته رسېدلې ده.

مرکه کونکو په افغانستان کې د اوږد مهال ټیکاو په ټینګښت شک ښودلی دی:

۶۸ سلنه مرکه کونکو ویلي چې د امریکایی ځواکونو له وتو وروسته ناشونې ده چې په افغانستان کې یو پایدار نظام پاتې شي، خو څلور ویشت سلنه بیا برعکس نظر لري.

۶۸ سلنه مرکه کونکو ویلي چې لرې ده یو پایدار حکومت پاتې شي.

۲۴ سلنه مرکه کونکو بیا ویلي چې شونې ده افغانستان پایدار حکومت ولري.

پیو چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، یو څیړنیز بنسټ دی چې د ټولنیزو مسایلو په اړه د امریکا او خلکو عامه افکار معلوموي.

Trending

Exit mobile version