تازه خبرونه

د امریکا استخباراتو د طالبانو لخوا د افغانستان پر احتمالي نیولو اندېښنه څرګنده کړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۰)

د راپورونو له مخې؛ امریکایي استخباراتي بنسټونو د جوبایډن ادرې ته په ډاګه کړې؛ که بهرني ځواکونه له سیاسي هوکړې پرته له افغانستان ووځي؛ نو شوني ده، چې په راتلونکیو دوه یا درې کلونو کې طالبان د دې هېواد ډېری برخې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

نیویارک ټایمز د دوه امریکایی چارواکو له څرګندونو څرګنده کړې؛ د طالبانو لخوا د افغانستان نیول به په دې هېواد کې القاعده بېرته پر پښو ودروی.

د نیویارک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ د دې څېړنې موندنې تېرکال د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو شوې وې.

نیویارک ټایمز په ډاګه کړې: هغه امریکايي چارواکي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل غواړي؛ استدلال کوي، چې د ځواکونو ایستل باید وغځیږي شي.

د جوبایډن ادارې ویلي، چې دوی د دوحې هوکړې ته پام رااړولی دی.

جوبایډن تېره پنجشنبه یوې خبري غونډې ته ویلي وه، چې د می په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له تخنیکي پلوه سخت دي؛ خو فکر نکوي، چې بهرني ځواکونه راتلونکی کال هم په افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د جو بایډن د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې که بهرني ځواکونه د ټاکلې نېټې له مخې له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به پرې بریدونه پیل کړي.

Trending

Exit mobile version