نړۍ

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو د روسیې پر برید ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

د امریکا ولسمشر جوبایډن ټویټ کړی، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې د روسیې د برید په اړه ټیلیفوني اړیکه نیولې ده.

د امریکا ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د دې برید د غندلو لپاره یې نړۍ هڅولې او په ځانګړي توګه دا کار د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غندلو وړ دی.

بایډن څرګنده کړې: زه د روسیې د پوځ دغه بې بنسټه برید غندم.

بایډن ویلي؛ زیلینسکي له ده څخه وغوښتل، چې د نړۍ له مشرانو څخه د دې برید غندنه وغواړي او د اوکراین د خلکو تر څنګ ودریږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي، چې به سبا د جي ـ ۷ هېوادونو له مشرانو سره وګوري؛ امریکا او متحدین به پر روسیې سخت بندیزونه هم ولګوي.

جوبایډن ټینګار کړی، چې د اوکراین ملاتړ ته به روان وساتي.

دواړو ولسمشرانو په داسې حال کې د ټیلیفون له لارې خبرې کړي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دونباس جمهوریتونو د مشرانو د غوښتنې په ځواب کې روان ځانګړي پوځي عملیاتو پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version