سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران درېیم پړاو خبرې د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».

Published

on

د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعید څرګنده کړې، چې ایران او امریکا به د پنجشنبې پر ورځ( د کب اوومه ) د هستوي خبرو درېیم پړاو په ژنیو کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه خبرداری ورکړی، چې که د تهران د هستوي پروګرام پر سر د اوږدمهاله اختلاف د حل لپاره هوکړه و نشي؛ «رښتیا هم بدې پېښې به رامنځته شي».

د عمان بهرنیو چارو وزیر، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په غیرمستقیمو خبرو کې د منځګړيتوه هڅه کوي؛ د یکشنبې پر ورځ ویلي: «خوښ یم، چې تأئیدوم؛ د امریکا او ایران خبرې د پنجشنبې پر ورځ په ژنیو کې تنظیم شوي او د هوکړې د وروستي کولو لپاره هم مثبتې هڅې روانې دي.»

رویټرز د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران چمتو دی د خپلې هستوي برنامې په اړه نوي امتیازات وړاندې کړي؛ خو په دې شرط، چې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د تهران د «سوله‌ییز هستوي بډاینې» حق پر رسمیت وپېژندل شي.

د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې په پوره پاملرنه لېوالتیا ښکاره کړه، چې وروستیو خبرو «هیله‌بښونکې نښې» لرلي؛ خو په دغه راز یې د «هرې احتمالي سناریو» لپاره د تهران پر چمتووالي ټینګار وکړ.

ټرمپ د غور په حال کې دی، چې ولې تهران «سرټیټ» نګړ

د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف، چې د امریکا له لوري د هستوي خبرو مشري کوي؛ د شنبې پر ورځ ویلي: د امریکا ولسمشر غواړي پوه شي، چې ولې ایران اوس هم «سرټیټ» نکړ او د خپلې هستوي برنامې د محدودولو منلو ته حاضر شوی ندی.

ویټکوف له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: « زه نه غواړم د ناهیلۍ کلمه وکاروم؛ ځکه هغه پوهېږي ډېر انتخابونه لري، خو لیواله دی پوه شي ولې هغوی سرټیټ کړی ندی… ولې د دې فشار او د سمندري ځواک د دې پراخ حضور تر سیوري لاندې هغوی مونږ ته سرنه‌ټیټوي او نه وایي: مونږ اعلان کوو، چې وسلې نه غواړو؛ نو دا هغه څه دي، چې مونږ یې ترسره کولو ته چمتو یوو. سره له دې هغوی دې ټکي ته رسول لږ څه ستونزمن دي.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې اړه په ایکس پاڼه کې د ټرمپ خبرو ته خپل غبرګون داسې لیکلی: «غواړئ پوه شئ، چې ولې مونږ سرټیټ نکړ؟ ځکه مونږ ایرانیان یوو.»

هغه همداراز له سي‌بي‌اس سره په مرکه کې ویلي، چې اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

Trending

Exit mobile version