سیمه ییز خبرونه
د امریکا او ایران د خبرو ناڅرګند برخلیک، هرمز تنګي ته نږدې پر بېړۍ برید اندېښنې زیاتې کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.
د امریکا او ایران ترمنځ د پېنځه میاشتني کړکېچ د پای ته رسېدا لپاره د خبرو په اړه د دواړو هېوادونو متضادو دریځونو د سېشنبې پر ورځ ناڅرګندتیا او په هرمز تنګي کې عمان ساحل ته نږدې پر یوې باروړونکې بېړۍ برید د نړۍ د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي؛ خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر د غوښتنې پر بنسټ روانې دي او ایران ته دا وروستی فرصت دی، چې یوه مناسبه هوکړه لاسلیک کړي.
د ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته شوي، چې نوموړي د اوونۍ په پای کې پر ایران د هغو« پراخو بریدونو» له لغوه کېدا خبر ورکړ، چې د ده پر وینا د خبرو د ترسره کېدا له کبله یې اجازه بېرته اخیستې وه.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له امریکا سره نه کومې خبرې روانې دي او نه هم کومه ناسته ټاکل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ایران نه په نږدې ورځو کې د کوم بهرني پلاوي د کوربتوب پلان لري او نه هم خپل مرکچیان بهر ته استوي. هغه زیاته کړې: د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي پرته، چې د عراق په مذهبي سفر کې و؛ نور ټول ایراني مرکچیان په هېواد کې دي او یوازې له عمان سره د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خبرې روانې دي.
دغه راز د عمان ساحل ته نږدې په هرمز تنګي کې یوې باروړونکې بېړۍ اعلان کړی، چې د نامعلوم توغندي له لګېدا سره مخ شوې ده. د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم دغه پېښه تائید کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم کم شوی او د دوشنبې پر ورځ یوازې شپږ سوداګریزې بېړۍ له دې لارې څخه تېرې شوې دي.
سره له دې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ احتمالي کمېدا د تېلو نړیوالې بیې راټیټې کړې او د ونډو بازارونه یې هم اغېزمن کړل.
ټرمپ وروسته په ټروت سوشیل کې د ایران مشران« بېساري دوهمخي» وبلل او ادعا یې وکړه، چې ایران د نورو خبرو غوښتنه کړې او په نږدې راتلونکې کې به نوې خبرې وشي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د امریکا سمندري ځواک پر هرمز تنګي بشپړ واک لري او څرګندوي: تر هغې، چې هوکړه یا« بشپړه تسلیمېدنه» ونهشي؛ ایران ته به هیڅ شی ونه رسېږي.