نړۍ

د امریکا او بریټانیا بهرنیو چارو وزیران کیف ته رسېدلي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمی پرون د اوکراین پلازمېنې ته رسېدلي، چې د اوکراین د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د غرب پر پوځي مرستو بحث او خبرې وکړي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د چارشنبې پر ورځ له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په لیدنه کې د غرب د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمی پرون د اوکراین پلازمېنې ته رسېدلي، چې د اوکراین د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د غرب پر پوځي مرستو بحث او خبرې وکړي.

بلینکن ویلي؛ غواړي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او نورو څخه واوري، چې له روسیې سره په جګړه د کییف موخې څه دي او واشنګټن او ورسره څه مرستې کولی شي.

شونې ده، چې زیلینسکي خپلو متحدینو ته خپلې غوښتنې تکرار کړي او اوکراین ته د روسیې پر خاوره د امریکا اتکمز او د انګلستان سټورم لرې ویشتونکي توغنديو د کارولو اجازه ورکړي.

په واشنګټن او ځینو اروپايي پلازمېنو کې اندېښنه شته، چې د دې جواز صادرول به د لویدیځ او روسیې ترمنځ د مستقیمې جګړې شونتیا ډېره کړي.

بلینکن په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، چې آیا واشنګټن به د لرې واټن ویشتونکیو وسلو د کارولو اجازه ورکړي او که نه؛ خو وایي، چې هره پرېکړه څو عوامل لري.

هغه زیاته کړې، چې دا یوازې سیسټم ندی، چې مهم دی. تاسې باید پوښتنه وکړئ: آیا اوکراینیان کولی شي دا په اغېزمنه توګه وکاروي او د ساتلو وړتیا یې لري؟

د ایرنا د راپور له مخې، زیلینسکي پر ځلونو له لویدیځ څخه غوښتي؛ خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د دوی له اوږده واټن وسلو څخه پر روسیې د برید لپاره کار واخلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې پر ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه به د کیف لخوا د اوږد واټن وسلو لکه ATCMs کارولو محدودیتونه لرې کړي؛ وویل، چې د هغه اداره اوس پدې مسله غور کوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي؛ داسې ښکاري، چې واشنګټن اوکراین ته د دې وسلو د کارولو د اجازې پرېکړه کړې ده.

هغه دا هم ویلي، چې که داسې وشي؛ مسکو به مناسب ځواب ورکړي او زیاتوي، چې د اوس لپاره د روسیې ځانګړي پوځي عملیات د دې ټولو بریدونو د ځواب لپاره کافي دي.

Trending

Exit mobile version