نړۍ

د امریکا او روسيې پلاوي پر امنیتي مسایلو خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۴۰۰)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا او روسیې پلاوي به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۱۰ په ژنیو کې د امنیتي خبرو مشري وکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به له خپل امریکايي سیال سره په دې ناسته کې ګډون وکړي.

روسیې څرګنده کړې، چې د دوی پلاوی به د روانې میاشتې پر ۱۲ د ناټو له چارواکو سره هم وګوري او د همدې میاشتې پر ۱۳ به د امریکا، روسیې او اروپايي ټولنې له مشرانو سره هم لیدنه ولري.

دغه راز روسيې په دې وروستيو کې د اوکراين پولې ته خپل پوځيان لېږلي، چې په لویديځ کې يې اندېښنې راپورته کړې دي.

روسیې د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې دا تورونه رد کړي او څرګندوي: روسیه حق لري، چې خپل ځواکونه د خپلې خاورې په هره برخه کې ځای پر ځای کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي: د خبرو اترو په ترڅ کې به مونږ له امریکا څخه د د روسیې لپاره د ټینګ حقوقي ضمانت غوښتنه وکړو. یعنې ناټو دې ختیځ ته نه رادننه کیږي او د روسیې پولو ته دې نږدې ګواښوونکي تسلیحاتي سیسټمونه هم نه لګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د امریکا ولسمشر جوبایدن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version