نړۍ
د امریکا او روسیې ولسمشران به روانه اوونۍ د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د یکشنبې پر ورځ د کب پر شپاړلسمه له سیانان سرچینې سره په خبرو کې تېره اوونۍ له پوتین سره خپلې مخامخ خبرې مثبتې و ارزولې او هیله یې څرګنده کړه، چې د شخړې د پای ته رسولو پر لوري به رښتینی پرمختګ وشي.
د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازي ويلي، چې د امریکا ولسمشر به روانه اوونۍ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د یکشنبې پر ورځ د کب پر شپاړلسمه له سیانان سرچینې سره په خبرو کې تېره اوونۍ له پوتین سره خپلې مخامخ خبرې مثبتې و ارزولې او هیله یې څرګنده کړه، چې د شخړې د پای ته رسولو پر لوري به رښتینی پرمختګ وشي.
هغه سیانان ته ویلي؛ ” تمه لرم، چې په روانه اوونۍ کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني اړیکه ټینګه شي”.
هغه ټینګار وکړ، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ خبرې اترې به ډېرې ښې او مثبتې وي.
ویټکاف د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی دی؛ خو په اوکراین کې د سولې په خبرو اترو کې هم رول لوبوي.
نوموړي زیاته کړې: “مونږ له اوکراینیانو سره اوس هم په تعامل کې یوو او خبرې کوو.”
د ډونالډ ټرمپ استازي ویلي: “که څه هم د جګړې په ډګر کې وضعیت خورا پېچلی دی؛ خو مونږ د دواړو خواوو ترمنځ واټن کموو.”
د فبروري پر څلیریشتمه د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او نورو مسلو په اړه یې له ولادمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. له هغې وروسته د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پلاويو د فبرورۍ پر شلمه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې سره ولیدل.
اوکراین او اروپايي هېوادونه په دغو خبرو اترو کې حاضر نه ول.
دغه راز سره له دې، چې اروپا او امریکا د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د ټینګښت هڅه کوي؛ خو د دواړو هېوادونو د یو او بل پر خاوره وژونکي او ویجاړونکي هوايي بریدونه روان ساتلي دي.
د روسیې پوځي ځواکونو د شنبې پر ورځ د روسیې په خاوره کې د کرڅک سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو د شاته کولو لپاره خپل فشار ته دوام ورکړ؛ خو کیف ویلي، چې ځواکونه یې په سیمه کې محاصره ندي.
همدارنګه د دواړو هېوادونو څو سیمې هم د هوایي بریدونو لخوا پر نښه شوې دي.
د روسیې په بلګراد سیمه کې، چې د اوکراین پولې ته نږدې ده؛ په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د سیمې د والي ویچسلاو ګلادکوف د څرګندونو له مخې؛ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په ګوبکین ښار کې یو استوګنیز کور پر نښه کړ، چې له کبله پرې اور ولګېد.
د روسیې د ورونژ سیمې والي الکساندر ګوسوف، چې له اوکراین سره ګډه پوله لري؛ هم اعلان وکړ، چې د هوايي دفاع سیسټم واحدونه یې په درې سیمو کې له ۱۵ څخه زیاتې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د مرګ او ژوبلې په اړه کوم راپور ندی ترلاسه شوی.
له بلې خوا د اوکراین سیمهییزو چارواکو له یو څه زیان خبر ورکړی او د سیمهییزو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې، د اوکراین په نیکوپول ښار کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.
د اوکراین په شمالي ښار چېرنویوف کې روسي بې پیلوټه الوتکو یوه پېنځه پوړیزه ودانۍ پر نښه کړه، چې پورته دوه پوړونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل. تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېر خپور شوې ندی؛ خو چارواکو ویلي، چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د اوکراین رسنیو هم پلازمېنې کیف ته نږدې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.
چارواکو مخکې په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې له برید خبرداری ورکړی و.
دا بدلونونه په داسې حال کې روان دي، چې بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جمعې پر ورځ د اوکراین ملاتړ کوونکو ۲۵ هېوادونو او ټولنو سره د یوې انلاین غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې که ولادمیر پوتین ” د سولې په اړه جدي وي؛ نو باید خپل ظالمانه بریدونه ودروي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې روسیه “د اوربند له منلو پرته بله چاره نلري. که نه؛ نو له بندیزونو سره به مخ شي.” هغه البته ټینګار وکړ؛ هیله لري، چې کار هغه ځای ته ون رسیږي.
