تازه خبرونه

د امریکا او طالبانو تړون د سولې نه، د وتلو تړون دی – حسین حقاني

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۳۹۹)

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي: زه د امریکا او طالبانو پر تړون د یوه نیوکه کوونکي په توګه، هغه د سولې له عنصر پرته د وتلو تړون بولم.

هغه زیاته کړې: په دې تړون کې، طالبانو ژمنه کړې، چې یوازې یوه شي ته ژمن دي او هغه دا، چې بین الافغانی خبرو اترو ته به زمینه برابروي نه دا، چې سولې ته راضي شي.

حسین حقاني دا هم څرګنده کړې: د طالبانو د سولې تعریف د امریکا یا افغان حکومت له تعریف سره خورا توپیر لري؛ طالبان په دې باور دي، چې د اسلامي امارت له بېرته نیولو سره سوله کیدلی شي.

په متحده ایالاتو کې د پاکستان پخوانی سفیر وایي: د دوحې په تړون کې د سولې هیڅ عناصر شتون نه درلود

حسین حقاني ویلي: له طالبانو سره د امریکا هوکړه د ټرمپ تر ډېر فشار لاندې ترسره شوې، چې د بهرنیو ځواکونو وتل ورته ټاکنیز کمپیان ښکارېده.

که څه هم  د راپورونو له مخې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړی؛ خو له افغان حکومت سره د خبرو پر میز د طالبانو په چلند کې کوم ځانګړی بدلون ندی راغلی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر ويلي؛ د امریکا نوې اداره هڅه کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو نظرونه او غوښتنې متوازنې کړي.

 هغه وایي؛ امریکا به ډېر ژر یو پلاوی کابل ته واستوي، چې د افغانستان د سولې بهیر همغږی کړي.

په دوحه کې د سولې خبرې د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه د نوې ادارې د پرېکړې په تمه لږ تر لږه یوه میاشت ځنډول شوي او د طالب پلاوي غړي روسیې، ایران، ترکمنستان او ګاونډ هېوادونو ته پر سفرونو او لیدنو لګیا دی.

دغه راز له دې خبرو سره همهاله طالبانو ویلي، چې که واشنګټن د امریکا او د دوی هوکړې ته ژمنتیا ونه ښیي؛ نوطالب جنګیالي به د بهرنیو سرتېرو پر وړاندې یو ځل بیا د جګړې لیکې پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version