تازه خبرونه

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه او خپلمنځي خبرې د پام وړ پرمختګ دی ـ پومپیو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۳۹۹)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چې په تېر یو کال کې یو امریکایي سرتېری په افغانستان کې ندی وژل شوی.

مایک پومپیو د امریکا او طالبانو تړون ته په نغوته کې ویلي، چې د دغې هوکړې پربنسټ طالبانو ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به پر امریکایي ځواکونو یا د هغوی پر متحدینو برید نکوي.

پومپیو په خپل ټویټ کې څرګنده کړې: افغانانو هم په پای کې له یو بل سره د سولې او پخلاینې خپلمنځي خبرې پیل کړې او دا د پام وړ پرمختګ دی. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان څخه د امریکایي سرتېو د ایستلو له پلان ملاتړ څرګند کړ او وایي، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت موخه د القاعدې او د دوی پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړل ول.

نوموړي زیاته کړې: دا لسګونه یا سلګونه سرتېرو شتون ته اړتیا نلري. مونږ خپل همکاران؛ زمونږ زړور افغانان او ناتو لرو. مونږ  لرې څخه د ځواک کارولو کولو وړتیا هم لرو.

هغه دا هم ویلي؛ نوې جګړې ته اړتیا نشته. مونږ خپل زرګونه سړي او ښځې بېرته کور ته راغوښتي. امریکا اوس خوندي ده او زمونږ اردو چمتو ده، چې د اړتیا په صورت کې بېرته کار ته راستانه شي.

پومپیو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما یوه ویډیو هم شریکه کړه او څرګندوي، چې: له بوشه راپدیخوا هرې ادارې ۴۳ ځله وغوښتل، چې د امریکا سرتېري وباسي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې ترسره کړي. مونږ دا وکړل، دا یوازې زه نه وایم.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي پر کمولو کې د امریکا او طالبانو هوکړه ګټوره نه بولي؛ ځکه وایي، چې طالبانو د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي دي.

Trending

Exit mobile version