نړۍ

د امریکا او کانادا پر پوله د موټر په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۴۰۲)

د امریکا او کانادا ترمنځ د نیاګارا بړوبي پله په سرحدي امنیتي پوسته کې د موټر د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ امریکايي او کانادايي چارواکو د احتیاطي تدابیرو او د دې موضوع د څېړلو لپاره په دې سیمه کې څلور سرحدي دروازې وتړلې.

پولیس چارواکو د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ پر لومړۍ نېټه ) ویلي، چې د دې موتر دوه سپاره کسان د پېښې په ځای کې وژل شوي او یوه امریکايي چارواکي تائید کړې، چې دغه موټر په ډېر سرعت سره له یوه برج سره ټکر شوی دی، چې ترې دا چاودنه رامنځته شوه.

د دواړو هېوادونو چارواکي وايي، د موټر د چاودنې لامل تر اوسه معلوم نه‌دی؛ خو د کانادا لومړي وزیر جاستین ترودو دغه پېښه ډېر جدي حالت یاد کړی دی.

له دې پېښې وروسته د امریکا او کانادا ترمنځ درې نورې سرحدي دروازې هم سمدستي وتړل شوې او په بوفالو‌نیاګارا نړیوال هوايي ډګر کې د ټولو موټرو او مسافرو لپاره امنیتي پوستې جوړې شوې.

د امریکا فدرالي پولیسو سیمه ییز دفتر څرګنده کړې، چې په‌دې اړه پلټنې روانې دي او د الکولي مشروباتو، تمباکو، اور وژنې او چاودېدونکیو توکو د څانګو متخصصین د پېښې ځای ته تللي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه او ویدیوګانې ښیي، چې د سړک له غاړې او د یوې امنیتي پوستې له ساتنځای لوګي او لمبې پورته کیږي.

يوه عيني شاهد رويترز خبري اژانس ته ويلي، ياد موټر په ډېر سرعت د پلټنې پوستې ته نږدې له يوه بل موټر سره ټکر شو او له ټکر وروسته له برج سره ولږېده او چاودنه رامنځته شوه.

Trending

Exit mobile version