تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپل وګړي افغانستان ته له سفر منع کړل

د دې وزارت په خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د زمري اتمه) خپره شوې راغلي: د ترهګریزو بریدونو، خپلسرو نیولو، ملکي ګډوډیو، سړي تښتونو او نورو جرمونو شونتیاوې شته؛ نو امریکایان باید افغانستان ته سفر ونکړي.

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د زمري اتمه) خپره شوې راغلي: د ترهګریزو بریدونو، خپلسرو نیولو، ملکي ګډوډیو، سړي تښتونو او نورو جرمونو شونتیاوې شته؛ نو امریکایان باید افغانستان ته سفر ونکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي او شونې ده، چې امریکايي وکړي وتښتول شي.

د خبرپاڼې له مخې: طالبانو (اسلامي امارت) د خیریه بنسټونو ځینې کارکوونکي ځورولي او بندیان کړي دي. خبرپاڼې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د دې هېواد وګړي باید افغانستان ته د خپلو کورنیو د غړیو د راوستلو لپاره هم باید سفر ونکړي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر ويلي؛ په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني نظام له نسکورېدو وروسته زرګونه کسان د بګرام له هوايي اډې څخه تښتېدلي، چې په پایله کې یې د داعش د بهرنیو فعالیتونو زیاتوالی راغلی دی.

مایکل مک کال  له سي‌بي‌سي  سره په یوه مرکه کې د بایډن ادارې د پولې وراخوا په پالیسیو نیوکه وکړه او دا یې د ترهګرو ډلو لکه داعش لپاره یو فرصت وباله، چې پر امریکا برید وکړي.

نوموړی وایي: مونږ د افغانستان سقوط ولید، چې په کې زرګونه داعشیان له بګرام زندان څخه ووتل او بیا یې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان پولو ته نږدې سیمو کې ځان ته ځایونه برابره کړل.

د داعش خراسان څانګه خپله لاره خلاصوي، چې د مکسیکو له لارې امریکا ته ځانونه ورسوي او دا هغه پوښتنه داده، چې څو کسان نور یې دلته دي؟

له دې مخکې سي‌ان‌ان د څو امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په داعش کې د غړیتوب پر تور د یو شمېر تاجک اتباعو نیول د امریکا په خاوره کې د دغې ډلې د اړوند کسانو له‌خوا د احتمالي برید په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او خپل عملیاتي توان یې له لاسه ورکړی ګواښ یې اوس صفر ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د پانګوالو په ګډون بهرنیو سیلانیانو او سوداګرو ته د دوی د خوندیتوب ډاډ ورکړی او پرله‌پسې یې ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې بهرنیان له قانون څخه له سرغړونې وروسته په توقیف کې دي.

Trending

Exit mobile version