کوید۱۹
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند پر کرونا ویروس ککړ شوی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس څرګنده کړې، چې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
نوموړي په ډاګه کړې، چې لومړی مې د کرونا ویروس نښې په ځان کې ولیدې او بیا د کتنې پایله مثبته اعلام شوه؛ ځکه، نو راتلونکې لس ورځې به په قرنطین کې وم.
نوموړی څرګندوي: زه لږ څه ناروغي احساسوم؛ خو د خوندي او ګټورو واکسینونو په برکت ژوندی پاتې شوی یم او پرې ویاړم.
د پرایس کتنه په داسې حال کې مثبته اعلام شوې، چې څو ورځې یې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره تېرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د نډ پرایس له مثبتې کتنې وروسته د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن کتنه مفي شوې ده.
