تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان او اوکراین د خبرو لپاره بروکسل ته ځي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۰)

امریکایي چارواکو څرګنده کړې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به د روانې اوونۍ په وروستیو کې د افغانستان، ایران او د اوکراین په سرحدي سیمو کې د روسیې پر هڅو د بحث او خبرو لپاره بروکسل ته سفر وکړي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط په ډاګه کړې، چې د بروکسل په دې سفر کې به د امریکا دفاع وزیر هم له انټوني بلینک سره مل وي.

سر چینې په دې اړه له پوره څرګندونو ډډه کړې ده.

پنټاګون تېره اوونۍ ویلي وه، چې د امریکا دفاع وزیر لیوډ آسټین به د شنبې پر ورځ اسرائیل، جرمني او بریټانیا ته سفر پیل کړي.

دغه سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د اوکراین او روسیې تر منځ پر سرحدي سیمو د امریکا او روسیې ناندرې مخ پر ډېرېدو دي.

امریکا په ډاګه کړې، چې روسیې د اوکراین په سرحدي سیمو کې خپل سرتېري ډېر کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره جمعه خبرداری ورکړ، چې اوکراین په سرحدي سیمو کې هڅوونکې کړنې ترسره کوي.

د ناټو غړې ترکیې ویلي، چې امریکا به د اپریل تر ۱۵ په توره بحیره کې خپلې دوه جنګي کښتۍ ځای پر ځای کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په مارچ میاشت کې هم له بروکسل لیدنه کړې او له اروپایي متحدینو او ناټو سره یې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version