نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند لپاره اسرائیلو ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په یوه بل سفر کې تل ابیب ته رسېدلی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دې  سفر موخه په غزه کې د اوربند د ټینګښت او پر بنیامین نتانیاهو فشار راوړل دي.

ټاکل شوې، انټوني بلېنکن به د سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو سره وګوري.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دوحه کې د امریکا، مصر او قطر پر منځګړیتوب له خبرو وروسته په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لوریو تر منځ د رامنځته شوي واټن راکمولو  هیله ښودلې وه؛ خو حماس ویلي؛ په روانو خبرو کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ بلینکن د اکتوبر د جګړې له پیل راپدېخوا به سیمې ته په خپل نهم سفر کې د دوشنبې پر ورځ د نتانیاهو په ګډون له لوړ پوړیو اسرائیلي مشرانو سره وګوري.

له اسرائیلو وروسته بلینکن به مصر ته دوام ورکړي.

د بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي تل ابیب ته په لاره کې خبریالانو ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د راستنولو لپاره هڅې په یو اړین پړاو کې دي.

منځګړي هېوادونه – قطر، امریکا او مصر تر دې دمه د څو میاشتو په پرله‌پسې خبرو اترو کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د اختلافاتو په راکمولو کې پاتې راغلي او ان د یکشنبې پر ورځ هم په غزه کې پر تاوتریخوالي ټینګار روان و.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه کورد بمبارډ له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان د شپږ ماشومانو او یوې مور په ګدون وژل شوي.

د اسرائیلو پوځ سمدستي په دې اړه څه ندي ویلي.

په دوحه کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ټاکل شوې، چې روانه اوونۍ په قاهره کې د اوربند په اړه خبرې اترې وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په همدې هیله اسرائیلو ته رسېدلی دی. هغه به هڅه وکړي، چې د امریکا له‌خوا وړاندیز شوی اوربند پلی کړي. منځګړي هیوادونه په دې باور دي، چې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ واټن راکم کړي.

دغه روانه جګړه د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه، چې د حماس وسله‌والو پر اسرائیلو برید وکړ؛ د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې لږ تر لږه  ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د فلسطین روغتیایی چارواکو ویلي؛ تر دې دمه د اسرائیلو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې له ۴۰۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي دي او د غزې ډېره برخه یې کنډواله کړې ده. اسرائیل وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ جنګیالي یې وژلي دي.

دغه تاوتریخوالي په سیمه کې د جګړې وېره زیاته کړې او د اوربند تړون ته د رسیدو اړتیا ورسره پیدا شوې ده.

ایران د جولای پر یودېرشمه په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ګواښ کړی، چې له اسرائیلو به یې غچ واخلي.

د نتانیاهو دفتر ویلي؛ هغو اوس هم ټینګار کوي، چې اسرائیلي ځواکونه د غزې او مصر ترمنځ په پوله کې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر پاتې کېدو تینګار کوي.

حماس ویلي، چې د امریکا خوشبینانه څرګندونې تېروتنه ده او پر نتنیاهو یې تور ولګاوه، چې د خبرو اترو د خرابولو په هڅه کې نوي شرایط رامنځته کوي.

حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند تړون ته زور ورکړی. په داسې حال کې، چې اسرائیل د جګړې د لنډمهالې درېدو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version