تازه خبرونه
د امریکا جمهوریت غوښتونکیو جوبډن په رسمي بڼه د ولسمشر په توګه وپېژاند
د امریکا د مشرانو جرګې یو شمېر جمهوري غوښتونکیو نه یوازې جوبایډن په رسمي بڼه د امریکا د غوره شوي ولسمشر په توګه وپیژانده، بلکې د ولسمشریزو ټاکنو د لغو کیدو نظریه یې هم رد او ډیموکراسي یې بریالۍ اعلان کړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمېر “متحدینو” هم پخپل نظر له سره غور کړی او د ولسمشر په توګه یې د جوبایډن بری منلی دی.
د امریکا سناتور جان ټوني څرګنده کړې: قانون پوهان حق لري، چې د ټاکنو پر پایلو نظر ورکړي او یا دا ټاکنې وننګوې؛ خو زیاتوي، چې اوس د دې وخت ندی او جوبادین باید د غوره شوي ولسمشر په توګه وپېژندل شي.
د امریکا د ټاکنو قانون له مخې؛ هر هغه نوماند چې ۲۷۰ کالجي رایې ترلاسه کړي، د ګټونکي ولسمشر په توګه اعلامیږي.
جوبایډن د کالج رایې وګټلې او ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د جنوري پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه وکړي.
یو شمر نورو جمهوري غوښتونکیو او د ډونلډ ټرمپ پلویانو هم جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه پېژندلي دي.
جان ټوني دا هم ویلي، چې د امریکا په کانګرس کې د ټاکنو د پایلو بدلولو هڅې به لږ ملاتړ ولري.
دغه راز یو بل جمهوري غوښتونکي جان کارنین ویلي، چې دا کړنه به یوه بده تېروتنه او څرګند ناکامي وي.
د رویټرز په ډاګه کړې، چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په تمه دي، چې له ډونالډ ټرمپ څخه به جوبایډن ته په سوله ییزه توګه واک ولیږدول شي.