نړۍ
د امریکا درې سمندري سرتېري د روزنې پر مهال د استرالیایي الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړه شول
رویترز د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د یکشنبې پر ورځ درې امریکايي سمندري پوځیان د استرالیا په شمالي ساحل کې د یوې عادي پوځي روزنې پر مهال د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.
په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي، چې پېنځه نور په بېړني حالت کې رویال داروین روغتون ته لیږدول شوي دي.
د الوتکې د راغورځېدو د علت په اړه څېړنې روانې دي.
په بیان کې ویل شوي، چې دا پېښه د سهار پر ۹:۳۰ بجو په لرې پرتو تیوي ټاپوګانو کې رامنځته شوې ده.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز دا پېښه غمجنه او خواشینوونکې یاده کړې او وایي، چې اوسپري د ۲۰۲۳ پوځي روزنیزو هڅو د پریدیترز رن له هڅو ملاتړ کوي. هغه ویلي، چې د الوتکې په دې پېښه کې کوم استرالیايي پرسونل نه و.
رویترز راپور ورکړی، چې د استرالیا، امریکا، فیلیپین، اندونیزیا او ختیځ تیمور شاوخوا ۲۵۰۰ پرسونل په پوځي روزنیزو هڅو کې برخه اخیستې ده.
امریکا او استرالیا په ارام سمندر کې اړین متحدین دي، چې په وروستیو کلونو کې د چین له مخ پر زیاتېدونکي ټینګار سره همکارۍ ته وده ورکوي.
د رویترز د راپور له مخې؛ څلور استرالیايي پوځیان تېره میاشت د لویو دوه اړخیزو پوځي هڅو پر مهال هغه وخت مړه شول، چې چورلکه یې د کوینزلند د سواحلو په سمندر کې ولوېده.