تازه خبرونه
د امریکا دفاع وزارت افغان ملي اردو ته د یرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد کړی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا دفاع وزارت د افغان ملي اردو له پاره له یوه امریکايی شرکت سره دپنځوسیرغلیزو متحرکو وسایطو قرارداد وکړ.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم دا وساسط به د لویزیانا په نیو اورلینز کې د تیکسترن مرین اندسیستمز شرکت له لوري جوړ شي.
د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دغه شرکت ته د پېنځه پنځوسوسایطو د جوړولو لپاره شپږ پنځوسمیلیون و یولکو شپږ اویا زره اته سوه څلور شپېته زره دالر ورکوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې،چې دا نقلیه یرغلیز وسایط به د۲زره او شپاړسم کال د اپریل تر اتلسمېپوري بشپړ شي.
ټاکل شوې،چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته امریکا د درې سوه نهه شپیتهمیلیون دالرو په ارزښت دوه زره دوه سوه دوه نوېد منځني تاکتیک زغروال گاډي هم راوپلوري.
د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دغو زغروالو گاډو قرارداد مخکې لاسلیک کړی دی.