تازه خبرونه
د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري له مړنې خبر ورکړ
پنتاګون په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دغه سرتېری د روان کال د جولای پر۱۲ په کندهار ولایت کې له یوې ناپوځي پېښې مړ شوی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې مړ شوی ۲۴ کلن سرتېری جوسیف ترنت آلباګ د امریکا د کالیفورنیا اوسیدونکی دی.
د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې له لومړیو راپدیخوا یو بل امریکایي سراتېری وینسنت سباستین ایبریا نومی په کندهار ولایت کې له یوې ترافیکي پېښې مړ شوی و.