سیمه ییز خبرونه
د امریکا دفاع وزیر د افغانستان له دوه ورځیني سفره وروسته پاکستان ته ولاړ
د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د دوشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۸ ) په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره د بې پېلوټه الوتکو د حملو او په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې.
هېګل له نوازشریف سره په کتنه کې وویل، پاکستان او ګاونډی یې افغانستان په خپل منځ کې ډېر مشترکات او ګډې ګټې لري او دی هیله لري، چې پر سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
دا په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر لومړنی سفر دی. هېګل د افغانستان له دوه ورځیني سفره وروسته پاکستان ته لاړ.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هيګل او نواز شريف د افغانستان په اړه هم خبرې كړي دي.
د امريكا دفاع وزير د پاكستان له لوى درستيز سره هم وليدل. بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار اسماعيل قاسم يار وايي، د افغانستان د سولې په پروسه كې د پاكستان رول مهم دى.
افغان چارواكو په ځلونو له پاكستان غوښتي، چې د افغانستان د سولې په پروسه كې رښتينې هڅې وكړي. دغو غوښتنو ته اسلام آباد په ښكاره د هو سر خوځولى خو عملي ګامونه يي لا نه دي اوچت كړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې چک هېګل د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د دغه هېواد د پوځ له نوي لوی درستیز جنرال راحل شریف سره ولیدل.
د امریکا او پاکستان اړیکې د بې پېلوټه الوتکو د حملو او د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو د پټنځایونو پر سر ترینګلې دي.
هېګل له نوازشریف سره په کتنه کې وویل، پاکستان او ګاونډی یې افغانستان په خپل منځ کې ډېر مشترکات او ګډې ګټې لري او دی هیله لري، چې پر سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې اعلامیه کې ویلي، صدراعظم نوازشریف د امریکا له دفاع وزیر سره په خبرو کې، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو پر دوام ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل، چې د بې پېلوټه الوتکو حملې د تروریزم او افراطیت پرضد د دوی پر هلو ځلو منفي اغېزې شیندي.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل، د متحدو ایالتونو دفاع وزیر غواړي، چې له پاکستان سره د امریکا دفاعي مشارکت لا ژور کړي او له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړي.
ده، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، دا هم وویل دوو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ځینې ستونزې شته او هېګل هیله لري دا مشکلات لېري شي.