کوید۱۹

د امریکا دفاع وزیر پر کروناویروس اخته شوی

Published

on

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د یکشنبې پر ورځ د مرغومي ۱۲ څرګنده کړې، چې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

لویډ آسټین په داسې حال کې پدې ناروغۍ اخته شوی، چې د کرونا ویرس اوښتې بڼه  اومیکرون د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې د چټکۍ خپرېدا په حال کې ده.

د دفاع وزیر په ډاګه کړې، چې په وینه کې یې د کرونا ویروس څه نشې لېدل شوي او غواړي، چې د پېنځه ورځو لپاره له کورني قرنطینه برخمن شي.

لویډ آسټین ویلي، چې  پر دوه خوراکه واکسینو سربېره یې تقویتي خوراک هم ترلاسه کړی؛ خو د کرونا ویروس لیدل شوې نښې دېرې ځواکمنې ندي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر وروستی ځل یې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر پر ۲۱ له ولسمشر جوبایډن سره ولیدل او پر هغه ورځ د یې د کرونا ویروس آزموینه منفي وه او له هغفه سره یې له لیدو څو ورځې وروسته د ناروغۍ نښې تجربه کړې.

هغه وایي، چې د قرنطین په وخت کې به د دفاع وزارت له ټولو واکونه برخمن وي او د امکان تر حده به په انلاین غونډو کې هم برخه واخلي.

په داسې حال کې، چې امریکا پر کرونا ویروس ۵۵ اعشاریه ۴۹ میلیون ثبت شوی کسان لري  او د مړینې کچه یې هم ۸۲۵ زره کسانو ته رسېدلې ده.

Trending

Exit mobile version