نړۍ
د امریکا دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر عراق ته تلی
د امریکا دفاع وزیر د یو لړ څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د کب۱۶) په یو ناڅاپي سفر عراق ته رسېدلی، چې په کې خپل شل کلن حضور ډاډمن کړي.
د رویترز په ډاګه کړې؛ د امریکا دفاع وزیر لوید آستین بغداد ته له رسېدو وروسته تویت وکړ: مونږ بغداد ته ورسېدو. زه دلته د دې لپاره راغلی یم، چې یو ځل بیا د امریکا او عراق ترمنځ پر ستراتیژیکو همکاریو ټینګار څرګند کړم او د یوه خوندي، باثباته او خپلواک عراق پر لوري حرکت وکړم.
د امریکا دفاع وزیر یو لوړ پوړي چارواکي ویلي: هغه څه، چې(عراقیان) به د دفاع له وزیر لوید آستین څخه واوري؛ هغه زمونږ د ځواکمنۍ ساتلو ژمنې دي، خو دا یوازې د پوځي تجهیزاتو په اړه ندي.
هغه زیاته کړې: امریکا په پراخه کچه د عراق له حکومت سره ستراتیژیکې ملګرتیا ته لیواله ده.
یوه عراقي چارواکي ویلي، چې آستین به په دغه سفر کې د عراق له صدراعظم محمد شیعه السوداني سره وګوري او بیا به د عراقي کردستان له مشرانو سره د لیدو لپاره اربیل ته ولاړ شي.
آستین په ۲۰۰۳ ز. کال کې پر عراق د صدام د راپرځولو لپاره له یرغل وروسته په عراق کې د امریکايي ځواکونو وروستی جنرال و.
