تازه خبرونه

د امریکا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو جو بایډن ته د ځواکونو پر ساتلو ټینګار څرګند کړی

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۲, ۱۳۹۹)

د امریک دوه پخوانیو دفاع وزیرانو ویلي، چې دوی به ولسمشر جو بایډن ته له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د نه ایستلو پر سپارښتنه ټینګار وکړي.

د امریک پخواني دفاع وزیر مارک یسپر ویلي، چې د بروکینګز انسټیټیوټ له مایکل اوهانلون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو تړون تل له شرایطو تړاو لرلی.

یسپر ویلي: طالبانو پخپلې ژمنې پلې کړې ندي؛ تاوتریخوالی روان دی، له افغان سره د سیاسي هوکړې پایله ناڅرګنده ده او له القاعدې سره پوره اړیکې پرې شوې ندي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه په افغانستان کې د ټرمپ د ټاکنو پر مهال د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته له راټیټولو سره مخالفت کړی و، چې د ده د څرګندونو له مخې پر طالبانو یې د امریکا فشار بې اغېزې کړ.

نوموړي غوښتل، چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر باید د شرایطو تر ښه کېدو پورې ۴۵۰۰ وساتل شي.

یسپر زیاته کړې، چې ټرمپ جو بایډن له سخت وضعیت سره مخ کړی.

د نوموړي د څرګندوړنو له مخې؛ مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې افغانستان بیا د تروریزم لپاره خوندي ځای نشي.

دغه راز د پخواني ولسمشر بارک اوباما دفاع وزیر رابرټ گیټس له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې د سولې تر راتلو پاتې.

نوموړي ویلي؛ زما نظر دا دی، چې د ولسمشر د څرګندونو له مخې کېدی شي مونږ د می پر لومړۍ نېټه خپل پاتې سرتېري ونه وباسو او له خپلو متحدینو سره د پاتې کېدو شونتیا په پام کې ونیسو.

ګیټس څرګنده کړې: مونږ اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لرو او دوی پاتې کیدو ته اړتیا لري او  لږ تر لږه تر هغه وخته پاتې شي، چې طالبان یې شتون ومني.

دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت ویلي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد به دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته سفر وکړي، چې د افغان سولې په تړاو له افغان مشرانو، طالب استازیو او نورو هېوادونو سره خبرې اترې بیا پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې مرستیال په ډاګه کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون سیمې ته سفرونه پیل کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو په هوکړه لیک کې بدلون رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version