تازه خبرونه

د امریکا د استخباراتو مشر کابل ته سفر کړی – راپور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۰)

اسوشیټیډ پرس څرګنده کړې؛ د امریکا د استخباراتو ادارې (سي آی ای) مشر ویلیام برنز کابل ته سفر کړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وړتیاوو په اړه بحث او خبرې وکړي.

تر دې دمه امریکايي چارواکو رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

دغه راز د اردو یوه پخواني لوړپوړي چارواکي اسوشیټیډ پرس ته ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره امریکا د افغان ځواکونه دوه ډلې روزلي، چې مسوولیت یې افغانستان ته سپارل شوی دی.

دوه افغان چارواکو یادې خبري سرچینې ته منلې، چې د امریکا د استخباراتو مشر تېره اوونۍ له کابل څخه لیدنه کړې او له افغان چارواکو سره یې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو د چمتووالي په اړه بحث او خبرې کړي دي.

سرچینې د دې په اړه، چې برنز له چا سره لیدلي؛ څه ندي ویلي.

برنز دا ډاډ هم ورکړی، چې امریکا به له ترهګرۍ سره مبارزه روانه ساتي.

داسې اندیښنې هم شته، چې طالبان به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په لویه کچه بریدونه پیل کړي.

یوه پخواني لوړپوړي پوځي چارواکي اسوشیټیډ پریس ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له تروریزم سره د مبارزې وړتیاوې کمې شي.

هغه دا هم ویلي، چې د امریکا استخبارات افغان ځانګړي ځواکونه، چې د تروریزم ضد ډلو په نوم پېژندل کیږي روزلي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه ډلې په کندهار، کونړ، پکتیا، کابل او خوست ولایتونو کې میشت دي.

دغه افغان چارواکي زیاته کړې؛ د دې ډلو مسوولیت به ورو ورو د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته وسپارل شي. د کونړ او پکتیا واحدونه مخکې دې ریاست ته سپارل شوي دي.

دغه افغان واحدونه د ملکي وګړیو پر وژلو هم تورن دي؛ پر ۲۰۱۹ زېږدیز یې په ننګرهار کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال څلورو وروڼه وژلي دي.

سږکال دې واحدونو په خوست ولایت کې هم عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې ملکي تلفات اوښتي دي.

ملګرو ملتونو هم د دغو واحدونو د عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی د ملکي زیانونو په زیاتوالي کې ښېل دي.

د افغانستان د اردو دغه پوځي زیاته کړې، چې د امریکایي ځواکونو له شتون پرته به د افغانستان استخباراتي معلوماتو راټولونه زیانمنه شي او اوس هم د معلوماتو ډېره برخه د ترهګرو پر وړاندې د امریکایي ځواکونو لخوا راټولیږي.

همدارنګه په افغانستان کې یو لویدیځ ډیپلوماټ ویلي، چې د امریکا له شرط پرته وتل به ډېری پوښتنې راپورته کړي، چې باید ورته پام راواړول شي. د بېلګې په توګه، د ناتو د تجهیزاتو برخلیک به څه وي؟

په امریکا کې د استخباراتو یوه کارپوه ویلي، چې هېواد یې د نظارت لپاره ټکنالوژي کارولی شي او که اړین وي؛ نو پوځي مداخله به وکړي.

نوموړي دغه راز پر امریکا برید یوه تېروتنه بولي او وایي، چې هېواد یې پوره دفاعي وړتیا لري.

aking a very big mistake.”

Trending

Exit mobile version