د هوا حالاتو بدلونونه
د امریکا د الاسکا ایالت په مرکز کې بې ساري سیلاب ویجاړۍ رامنځته کړي
د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت په پلازمېنه کې یو کنګل شوي بند مات شوی، چې د ښار چارواکي اړ شول، چې د اړوند سیمو لسګونو اوسیدونکیو ته د وتلو امر وکړی.
د هوا پېژندنې ملي ادرې د شنبې پر شپه راپورونه ترلاسه کړل، چې جونو ښار ته نږدې د مندنهال سیند ته سترې ونې راوغورزېدې، چې له کبله یې د اوبو کچه لوړه شوه او ساحلي سیمې یې لاندې کړې او لږ تر لږه یو کور ترې په پایله کې ویجاړ شو.
رویترز راپور ورکړی، چې د مندنهال د جهيل د اوبو کچه د یکشنبې پر سهار نږدې ۴.۶ مترو ته رسیدلې.
د الاسکا په مندنهال سیند کې د اوبو کچه د یکشنبې پر سهار راټیټه شوه؛ خو د ملي هواپېژندنې خدماتو څرګنده کړې، چې د سیمهییز وخت د سهار تر لسو بجو پورې د سیلاب خبرداری پخپل حال پاتې و.
تمه ده، چې دا ډول سخته هوا به د انسان لخوا د اقلیم د بدلون په پایله کې زیاتوالی ومومي او ساینس پوهانو راپور ورکوي؛ دې پدیدې د تودوخې په ریکارد کې لوی رول لوبولی، چې د جولای په میاشت کې شمالي امریکا، اروپا او چین ته رسیدلي.
تېر کال د اقلیم د بدلون او په نامعمولي ډول د سختو موسمي بارانونو له کبله کنګلونو ته د اوبو رسېدو د پاکستان لویې برخې تر اوبو لاندې کړې؛ فصلونو او بېخبناوو ته یې زیان واړاوه او لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان ترې مړه شول.
