تازه خبرونه

د امریکا د برید ۱۵ کاله تېر شول، خو ثبات ټینګ شوی نه دی- حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حامد کرزي له آر تي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ناکامیو په اړه جزییات ورکړي.

دی د افغانستان بې ثباتي او ناامني د ناسمو او خرابو سیاستونو پایله بولي.

پخواني ولسمشرحامد کرزي په ډاګه کړې، چې نن د امریکا د برید پېنځلس کاله تیریږيٍ؛ خو نه یوازې دا، چې افغانستان امن نه دی، بلکې اوس هم کړیږي. همداسې پاکستان؛ لکه، چې د دفاع وزیر یې وویل، رنځیږي او دا د خرابو سیاستونو پایله ده. دا هغه پوښتنه ده، چې مونږ یې باید نن وپوښتو. دا، چې: ولې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا او متحدین یې، چې د افغانانو ملاتړ هم  ور سره و؛ بریالي نه شول، چې ترهګري له منځه یوسي او په سیمه کې بنسټ پالنې ته پای ورکړي؟ یوازې ځواب دا دی، چې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې تګلاره سمه نه وه او داسې کار شوی، چې په کې د ترهګرو د پناه ځایونو او روزنځایونو نابودۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. هغوي سمو مسایلو ته په پاملرنه کې په سم مهال ناکام شول.

Trending

Exit mobile version